په بادغیس کې د طالب ترهګرو د یوه قومندان په ګډون د ۱۲ تنو وژل کېدل

امنیتي چارواکو نن د شنبې په ورځ( وږي ۱۷) په بادغیس ولایت کې د طالبانو د ترهګرې ډلې د یوه مشهور قومندان په ګډون ددې ډلې د ۱۲ تنو جنګیالیو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بادغیس ولایت امنیه قومندان فهیم قایم وویل:د طالبانو د ترهګرې ډلې کسانو د شپې د ۱۲ بجو په شاوخوا کې د امنیتي ځواکونو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ او د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول چې ددغې جګړې په پایله کې د طالبانو د ډلې د یو قومندان محمد مطمین په ګډون ددې ډلې ۱۱ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس د پولیسو قومندان څرګنده کړه چې دغه نښته ددې ولایت په اب کمري ولسوالۍ کې رامنځته شوي او د نښتې په جریان کې ۷ تنه پولیس سرتیري هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ترهګرې ډلې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په مواضعو باندې خپلو بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی،لکه څنګه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد د نظامیانو د ۱۰ څخه زیاتي پوستې په نښه شوي دي.

 

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *