د احمدشاه مسعود پر پلويانو د برید پړه داعش په غاړه واخیسته
داعش ترهګرو تیره ورځ د مسعود د پلویانو د ماتم په مراسمو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د داعش ترهګرو اعماق خبرې شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی دی چې دې ترهګرې ډلې د کابل ښار د څلورمې حوزې په تایمنې سیمه کې د مسعود د پلویانو د کاروان په مینځ کې د تیرې ورځې( وږی ۱۸) د برید مسوولیت منلی دی.
د راپورونو له مخې،تیره ورځ یو ځانمرګي برید ګر د زاړه تایمني په سیمه کې د مسعود د پلویانو په مینځ کې خپل ځان ته چاودنه ورکړه. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ویلي دي چې ددې ځان وژونکي برید په پایله کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې شفاخانو ته لیږل شوي دي.
دغه ځان وژونکی برید هغه مهال ترسره شو چې د کابل ګارنیزون له دې وړاندې خبرداری ورکړی وو چې د ډېرو خلکو په مینځ کې د ځان وژونکي برید د ترسره کیدو احتمال زیات دی او ددې ترڅنګ ملې امنیت یو بل ځان وژونکی برید ګر هدف ته د رسیدو وړاندې له پښو غورځولی دی.