د طالبانو د ترهګرې ډلې یو کلیدي غړې جلال الدین حقاني ومړ

د طالبانو د ترهګرې ډلې ویاند نن ورځ( وږي ۱۳) خبر ورکړی دی د حقاني شبکې بنسټګر جلال الدین حقاني چې ددې ډلې د لوړپوړو مشرانو له ډلې څخه وو، وفات شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ذبیح الله مجاهد، د طالبانو د ترهګرې ډلې ویاند د ټويټر په يوه پیغام کې د جلال الدین حقانی د حقاني ترهګرې شبکې بنسټګر  مړینې د ناروغۍ له امله خبر ورکړی دی.

د مجاهد د خبرو له مخې د حقاني ترهګرې شبکې بنسټګر جلال الدین حقاني د ۸ کاله ناروغۍ تیرولو وروسته وفات شوی دی.

د طالبانو د واک پر مهال جلال الدین حقاني په افغانستان کې د قبایلو او سرحداتو د وزیر په توګه دنده ترسره کړي ده او د حقاني ترهګرې شبکې د سقوط کېدو څخه وروسته یې یوه داسې شبکه جوړه کړه چې په افغانستان کې به د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جنګیدله.

د حقاني ترهګره شبکه په افغانستان کې د ویره اچوونکو شبکو څخه ده چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې یې په کابل کې څو ترهګریز بریدونه ترسره کړل او د ملګرو ملتونو له لورې د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *