په هلمند کې د امنیتي ځواکونو پر يوې قرارګاه باندې یو ځان وژونکی برید
د هلمند امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی چې نن د چهارشنبې په ورځ( وږي ۷ مه) د سهار د ۸:۳۰ په شاوخوا کې د امنیتي ځواکونو پر یوې قرارګاه باندې ځان وژونکی برید شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د هلمند ولایت څخه یوې امنیتي سرچینې وویل چې ځان وژونکی بریدګر پلی روان وو او پر ځان پورې تړلي ماینونو ته یې د سنګین په ولسوالۍ کې د ۶۱۱ شاهراه کنډک د ۳ ټولي د قرارګاه په مینځ کې چاودنه ورکړې ده.
د سرچینې د وینا پر اساس په دې ځان وژونکي برید کې د امنیتي ځواکونو څخه یو تن وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ترهګرې ډلې کسانو تیره ورځ د هلمند ولایت د سنګین پر ولسوالۍ برید کړی وو چې د امنیتي ځواکونو سره یې نښتې د شپې تر ۱ بجې پورې دوام درلود.