د فاریاب د پولیسو له لورې د مخدره توکو د قاچاق په تړاو د ۸ تنو نیول کیدل

د فاریاب امنیتي مسوولینو خبر ورکړی دی چې د فاریاب پولیسو ددې ولایت د مرکز د میمنې په ښار کې د مخدره توکو د قاچاق په تړاو ۸ تنه نیولي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ددې خبر په تاییدولو سره ویلي دي چې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو لړ ځانګړیو عملیاتو په اوږدو کې د میمنې ښار په اوله ناحیه کې د ۹ کیلو ګرامو په اندازه نشه یې توکې نیولي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند همدارنګه زیاته کړه چې د فاریاب سیمه ایزو پولیسو ددې مسالې اړوند ۸ تنه نیولي دي.

د راپورونو له مخې بې امنیتې،بې وزلې،بې روزګارې او فساد هغه عوامل دي چې په هیواد کې د نشه یې توکو د کښت او قاچاق د زیاتیدو سبب ګرځیدلی دی او همدارنګه په افغانستان کې ځینې داسې کړۍ او خلک هم شته چې د نشه یې توکو د کښت او تولید څخه ګټه پورته کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *