د فاریاب د چینایانو کمپ سقوط کری دی

د فاریاب سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ د چینایانو په کمپ کې د هیواد د دفاع ځواکونو یوې قرارګاه د طالبانو د ترهګرې ډلې له لورې سقوط کړی دی .

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فاریاب د ولایتي شورا ریس،محمد طاهر رحماني ددې خبر په تاییدولو سره وویل چې تیر ماښام(زمری۲۲) د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ په چینایانو کیمپ کې د ملې اردو یوې قرارګاه د خپلو ټولو تجهیزاتو سره یوځای د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس زیاته کړه؛دې قرارګاه په داسې حال کې د طالبانو په لاس سقوط وکړ چې له دوه ورځو راپدیخوا د طالبانو د ډلې غړیو د ملې اردو په مواضعو باندې خپلو بریدونو ته زیاتوالی ورکړی وو.

د رحماني د خبرو پر بنیاد،د چینایانو په کمپ کې د طالبانو د ترهګرې ډلې له خوا د دهیواد د دفاع ځواکونو په قرارګاه باندې په ډلیزو بریدونو کې د ملې اردو څو سرتیرې وژل شوي،ټپیان شوي او بندیان شوي دي او ددغه قرارګاه یو شمېر سرتیرې له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي.

له بله پلوه هم یوې امنیتې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایي چې د ۵۰ په شاوخوا کې سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د راپورونو له مخې، د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ ۱۴ میاشتې وړاندې د طالبانو د ترهګرې ډلې په لاس سقوط کړی وو ،ددې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره لا تر اوسه د دولت له لورې هیڅ اقدام ترسره شوی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *