په تخار کې د نږدې ۲۰ تنو سرحدي پولیسو مرګ ژوبله

د تخار ولایت امنیتي سرچینو ددې ولایت د دشت قلعه پر ولسوالۍ باندې د طالبانو په برید او د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر مینځ د نښتو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې ددې برید په پایله کې یو شمېر سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تخار ولایت امنیتي مقاماتو ویلي دي چې تیره شپه د ۱۲:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د طالبانو ترهګرې ډلې د دشت قلعه ولسوالۍ پر ای خانم بندر باندې برید کړی دی او دغه بندر ته یې اور اچولی دی ددې ترڅنګ یې د سرحدي ځواکونو ۱۵ میله کلاشینکوف او دوه میله درنې وسلې یې هم له ځانه سره وړي دي.

د تخار د ولایتي شورا غړي سید صلاح الدین برهاني،ددې خبر په تاییدولو سره ویلي دي چې تیره شپه د طالبانو ترهګرې ډلې د دشت قلعه ولسوالۍ په ای خانم بندر باندې برید کړی دی او د سرحدي ځواکونو سره په نښتو کې ښکیل شوي دي چې د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې اوس هم جګړې دوام لري.

د برهاني په وینا د طالبانو د ترهګرې ډلې په برید کې د ۱۰څخه زیات سرحدي پولیس وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي او ددې ترڅنګ یو شمېر ترهګر هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تخار ولایت په دې وروستیو کې یو څه نا امنه شوی دی او ترهګرې ډلې کله ناکله ددې ولایت په ولسوالیو بریدونه کوي ددې ترڅنګ د تخار د ولایتي شورا ځینې وکیلان په مرکزي حکومت باندې په دې ولایت کې د امنیت د تامینولو لپاره نیوکې کوي او ویلي یې دي چې تخار ولایت د امنیتي ځواکونو له کمې سره مخ دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *