په ملګرو ملتونو کې د سویډن استازي

په غزه کې د نوې جګړې د رامنځته کیدو خبرداری ورکړ په ملګرو ملتونو کې د سویډن هیواد دایمې استازي په غزه کې د نوې جګړې د خبردارې ورکولو تر څنګ زیاته کړه چې هره ورځ په غزه کې نوې جګړې ته نږدې کیږو او دغه ناورین راتلونکی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،د سویډن هیواد دایمي نماینده اولوف اسکوګ په یوه خبرې کنفرانس کې څرګنده کړه چې په غزه کې د نوې جګړې پیل کیدو ته نږدې شوي یو او دغه جګړه په دغه ښار کې د فلسطینیانو وظعیت خطرناک کوي.

نوموړي زیاته کړه چې زه په دې باور لرم چې هره ورځ جګړې ته نږدې کیږو او له سولې او ثبات څخه فاصله اخلو. اسکوګ د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د سولې نوې طرحې ته په اشارې سره زیاته کړه چې هر څومره چې ما د ټرمپ د سولې د طرحې په اړه اوریدلي چې د دې زمانې معامله نومول شوي مګر له مونږ څخه هیڅ یو تن ددې طرحې په اړه مالومات نه لري او په دې اړه زیات شکونه موجود دي.

د یادونې وړ ده چې د اسراییل او فلسطینیانو تر مینځ د موجوده شخړو د هوارې لپاره د امریکا له لورې د زمانې د معاملې د طرحې وړاندیز شوی دی چې ددې طرحې په محتوا کې د فلسطینیانو حقوق او امتیازات په پوره ډول بې اهمیته ګڼل شوي دي او د بهرنیو سرحدونو څخه د بیرته راستنیدو حق ترې اخیستل شوی دی چې دا کاملاً د اسراییل د رژیم په ګټه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *