د یمن د فوځ او ولسي کمیټې له لورې د سعودي ایتلاف په غونډو باندې په بریدونو کې دې ایتلاف ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی

د یمن د فوځ او ولسي کمیټې له لورې د سعودي ایتلاف په غونډو باندې په بریدونو کې دې ایتلاف ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی د یمن د فوځ سرچینو ویلي دي چې د دې هیواد د فوځ او ولسي کميټو د بریدونو په پایله کې چې د لحج په شمال کې یې د سعودې د تیرې کوونکي ایتلاف په مرکزونو ترسره کړې دي دې ایتلاف ته زیات زیان رسولی دی.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې ،د یمن د فوځ او ولسي کمیټو له لورې د تبه جعفر او تبه الصوامع په سیمو کې د سعودي د مزدورو پر پوستو باندې د بریدونو په پایله کې د سعودي د ایتلاف ګڼ شمېر غړي وژل شوي دي او د دې مزدورو د ۱۴۴ په شمېر کې زرې پوش او موټرونه هم له مینځه وړل شوي دي.

د دې ترڅنګ چې دې فوځ او ولسي کميټو په غربي ساحل کې د سعودي د مزدورانو په ټولو بریدونه کړي دي او ځاني تلفات یې وراړولي دي د الوازعیه په سیمه کې یې یو شمېر تیري کوونکي هم نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د انصارالله ډلې ویاند اعلان کړه چې د یمن په برید کې د نړیوالو اړخونو د ګډوند سعودي د تیري کوونکو دوه بریدونه وو چې موخه یې د سپټمبر د ۲۱ د انقلاب خنثی کول وو چې د سعودي د تیری کوونکو مزدورانو د ۴۹ تنو د مرګ ژوبلې او لسګونه موټرو د ویجاړیدو سبب شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *