د عراق د اطلاعاتو سازمان د البغدادي د زوې وژل کیدل ومنل

د راپورونو پر بنیاد د عراق د اطلاعاتو سازمان د یوې بیانیې په خپرولو سره په حمص ښار کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر د زوې وژل کیدل تایید کړي دي.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې ، ویل کیږي چې د عراق د اطلاعاتو سازمان د یوې اعلامیې په نشرولو سره په حمص ښار کې د روسیې د هوایي الوتکو په بریدونو کې د داعش ترهګرو ډلو د ادعاوو برعکس د داعش تروریستي ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د زوې وژل کیدل تایید کړل.

په همدغه حال کې داعش ترهګرې ډلې پورې تړلي یو خبرې اژانس اعلان کړی دی چې د ابوبکر البغدادي یو زوی د سوریې د حمص په ښار کې دد ې ډلې د غړیو په برید کې وژل شوی دی.

داعش ترهګرې ډلې د خپل ټلګرام په کانال کې په افغاني کالیو کې د ابوبکر البغدادې د زوې انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې البدري د حمص په ښار کې د دې ډلې د غړو لخوا د روسیې په نظامیانو باندې په برید کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عراق د اطلاعاتو سازمان اعلان کړی دی چې د دوشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۱ نیټه د روسیې د جنګې الوتکو په عملیاتو کې ۱۱ ترهګر وژل شوي دي چې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي زوی حذیفه البدري هم په وژل شویو کې شامل دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *