د پنجشیر خلکو د جمهور رییس غني پر ضد لاریونونه وکړل
چهارشنبه د ( د غویي ۱۹ مه) د پنجشیر سړکونه ددې ولایت د اوسیدونکو د لاریونونو شاهدان وو هغوې د بریښنایي پیژندپاڼو د ویش په اړه د ارګ پریکړه یو طرفه وبلله او د جهاد او مقاومت د دورې بیرغونه یې له ځانه سره لیږدول.
د لاریونوالو له جملې څخه یو تن صفي الله خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې د بریښنایي پیژندپاڼو د ویش په اړه د ارګ پریکړه یو طرفه ده او حکومت غواړې چې د ټولو قومونو هویت د پښو لاندې کړې.
نوموړي په دوام کې وویل جمهور رییس غني په هیواد کې د قومي نفاق د زیاتولو په لټه کې دی
او د بریښنایي پیژندپاڼو په یو طرفه ویش سره په افغانستان کې د قومونو څخه د هویت د له مینځه وړلو په هڅه کې دی.
په دې لاریونونو کې خلکو د خراسان د غوښتلو شعارونه ورکول او د ملې وحدت حکومت ته یې د ” ملې وحشت” د حکومت خطاب کاوه.
جمهور رییس غني تیره اوونۍ په یوه ناڅاپي اقدام کې په جمهورې ریاست ارګ کې د بریښنایې پیژندپاڼو ویش پیل کړ چې د جمهور رییس دا کړنه د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو سیاسیونو د غبرګونونو سره مخ شوه.
ډاکټر عبدالله عبدالله د بریښنایي تذکرو ویش د قانون خلاف وګڼل او ویې ویل چې دا کار په هیواد کې د بحران د را منځته کیدو سبب ګرځي.
همدغه راز د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د بریښنایي پیژندپاڼو د ویش په اړه اعلامیه خپره کړه او د ارګ دا کړنه یې وغندله او یو طرفه یې وبلله.
په تذکره کې د افغان کلمې ذکر کولو دا څو کاله کیږي چې بحران راپیداکړی دی او دا کار ددې سبب شوی دی چې د تذکرو د ویش بهیر ځو ځله وځنډیږې.
دا په داسې حال کې ده چې د استازو مجلس چې د نفوسو د احوالو د ثبت کوم قانون پاس کړی وو نا اهله وګرځول شو او ولسمشر غني د یوه تقنیني فرمان له مخې ددوهم ځل لپاره مجلس ته راجع کړ چې دا کار ددې سبب شو چې په مجلس او خلکو کې یې غبرګونونه زیات کړل.
همدغه راز د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د ” افغانستان د اسلامې جمهوریت” نوم کافي دی او اړتیا نشته چې د افغان کلمه په پیژندپاڼه کې ذکر شي.