په غزني ولایت کې د طالبانو د ترهګرې ډلې اړوند شریعت غږ راډیو فعالیت پیل کړ

شریعت غږ راډیو چې ویل کیږي د طالبانو د تروریستي ډلې اړوند ده نن ورځ پنجشنبه( غویي ۲۰ مه) یې په غزني ولایت کې په لوړ کیفیت سره خپل نشرات پیل کړل.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې شریعت غږ راډیو چې په غزنې ولایت کې د ۹۹.۲ څپې پر مخ نشرات لري، ددې راډیو د نشراتو محتوا تراڼې او د دې ډلې د ترهګرو او ځان وژونکو ستاینه تشکیلوي چې په پرله پسې ډول خپریږي.

د ولایتي شورا غړیو د شریعت غږ راډیو په نشراتو اندیښنه څرګنده کړه او دعوه یې وکړه چې ددې راډیو خپرونې او تګ لاره به په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو د مورال د کمزوري کیدو سبب شي.

د غزني د ولایتي شورا یو غړی عبدالجامع وایي چې ددې راډیو فعالیت به ددې ولایت د اوسیدونکو او امنیتې ځواکونو د روحیې د کمزوري کیدو سبب وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ترهګرې ډلې شریعت غږ راډیو په ۲۰۰۱ کال کې د دې ډلې له سقوط وروسته د لمړې ځل لپاره نشرات پیل کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *