فرانسه: زمونږ جګړه د ترهګرۍ سره ده؛ د اسد د برطرفه کیدو غوښتونکي نه یاستو

په روسیه کې د فرانسې سفیر څرګنده کړه چې فرانسه نوره د څه قید او شرط پرته د سوريې د جمهور رییس بشارالاسد د برطرفه کیدو غوښتونکي نه ده ځکه چې د فرانسې هدف په دې جګړه ځپلې هیواد کې د ترهګرۍ سره په زیاته مبارزه تمرکز کوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په روسیه کې د فرانسې سفیر سیلوي برمن د کومرسانت ورځپاڼي د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ټولو نه لومړې ،د ترهګرۍ سره مبارزه زمونږ اصلي هدف دی.

هغه زیاته کړه:ددې جهته د روسیې سره یوځای یاستو. دوهمه اصلې ستونزه د پناه غوښتونکو مسئله ده.

د فرانسې سفیر په روسیه کې وویل چې مونږ د روسیې د خلکو پر ځای پریکړه نه کوو او نور پرته له کوم قید او شرط څخه د بشار الاسد د برطرفه کولو په اړه خبرې نه کوم.

د برمن په وینا،په سوریه کې د فرانسې لومړیتوبونه د بشرې مرستو چمتو کول،د سوریې د بحران دسیاسې حل لارې لپاره د دوه طرفه لوریو ګډون ،د کیماوې وسلو د کار اخیستلو مخنیوی او د ترهګرۍ سره مبارزه ده.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسې د امریکا او لندن سره یو ځای په سوریې باندې د ۴۵ دقیقو د یو برید په پایله کې یې پر سوریه باندې ۱۱۰ توغندې وغورځول چې له جملې څخه یې ۷۰ توغندي د سوریې د دافع هوا له لوري له مینځه یوړل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *