بشارالاسد: په سوریه کې دریمه نړیواله جګړه جریان لري

د سوریې جمهور رییس وايي کومه جګړه چې دده په هیواد کې روانه ده یوه بله داخلې جګړه ده که وویل شي چې د مثال په ډول دریمه نړیواله جګړه روانه ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې بشارالاسد کاتیمیریني یوناني ورځپاڼي ته په یوه ځانګړي مرکه کې څرګنده کړه چې په سوریه کې جګړه دوام لري ،ممکن پوره نړیواله جګړه نه وي خو هغه هم چې په یوې نړیوالې جګړې بدل شوی دی په یوه بل ډول جریان لري.

اسد څرګنده کړه چې په سوریه کې روانه جګړه د دوه تیرو شویو نړیوالو جګړو سره توپیر لري او ويې ویل هغه جګړه چې په ۲۰۱۱ کال کې زمونږ په هیواد کې پیل شوی دی په یو څو جانبه جګړې بدله شوی ده د نړۍ ستر قدرتونه لکه روسیه،ایران،امریکا او د اسرايیل رژیم په هغې کې برخه اخلې.
د سوریې جمهور رییس د خپلو مخالفینو پر وړاندې د کیمیاوې وسلو څخه کار اخیستل دروغ وګڼل او څرګنده یې کړه چې سوریې په ۲۰۱۳ کال کې د یوه پریکړه لیک د تړون له مخې خپلې د کیمیاوي وسلو زیرمې د ملګرو ملتونو د سازمان نړیوالو مقاماتو ته تسلیم کړي دي،نوموړي همدغه راز زیاته کړه چې د کیمیاوي وسلو د استفادې د منع سازمان د موندنو له مخې زمونږ هیواد نورې اتومي وسلې نه لري او د امریکا او متحدانو له لورې یې په دمشق باندې د کیمیاوي وسلو د استعمال تورونه بې اساسه وبلل.

اسد بیان ورکړ چې د سوریې د ډېرې خلکو د ملاتړ څخه برخمن دی او که چیرته داسې نه وای په ۷ کالو کې په دې نه توانیدو چې د قوي هیوادونو لخوا د ټولو فشارونو پر وړاندې ودریږي او ویې ویل که چیرته داسې حس کړم چې د سوریې خلک نور ما نه غواړي پرته له ځنډه به د واک څخه څنګ ته شم.

د سوریې جګړه چې د ۲۰۱۱ کال څخه راپیل شوي ده لا تر اوسه جریان لري او دداعش ترهګرې ډلې د ځپلو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول څو هیوادونه جګړې ته داخل شول چې په پایله کې تقربیاُ ددې هیواد نیم اوسیدونکي بې ځایه شول او په زرګونو نورو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *