د شیعه علماوو د شورا اقدام ددې سبب شو چې د کابل په لویدیځ کې ۱۴ امنیتي حوزه رامینځته شي

د کابل په لویدیځ کې څوارلسمه امنیتي حوزه په داسې حال کې د ولسمشر لخوا منظور شوه چې د شیعه علماوو شورا د پارلماني انتخاباتو د رایي اچونې لپاره د نوم لیکني د بهیر څخه لاس واخیست او له خلکو یې وغوښتل تر څو چې حکومت سل په سلو کې امنیت تامین نه کړي په دې بهیر کې دي ګډون نه کوې.

جمهور ریس تیره ورځ د شیعه علماوو د یو شمېر غړو سره په لیدنه کې د کابل په لویدیځ کې د څوارلسمي امنیتي حوزې د رامنځته کولو طرحه منظور کړه او د کابل ښاروالۍ ته یې لارښوونه وکړه چې د یوې اوونۍ په موده کې د څوارلسمې امنیتي حوزې د ایجادولو په موخه د کابل د لویدیځ اساسي نقشه چمتو کړي.

د شیعه علماوو شورا د کابل په لویدیځ کې د تذکرو د ویش په یوه مرکز باندې د داعش ترهګرې ډلې د تروریستي حملې څخه وروسته په یوه بیړنۍ ناسته کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په انتخاباتو کې د نوم لیکنې له بهیر څخه بایکاټ وکړ.

دا په داسي حال کې ده چې راپورونه د رایه ورکوونکو د ثبت نام د کم رنګه بهیر کیسې لري او ویل کبږي چې خلک د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې سره دلچسپې نه لري.

مګر د څوارلسمې حوزې رامنځته کیدل او د دیارلسمي حوزې دوه حوزو دیارلسمې او څوارلسمي ته پورته کیدل د څه مودې راهیسې د کابل د لویدیځ د امنیتي مسوولینو او خلکو لخوا وړاندیز شوي وې.

د کابل د لویدیځ سیمه چې د ګڼ نفوس او پراخوالي درلودونکي ده په یوه امنیتي حوزه پکې امنیت نه شي تامین کیدای لکه څرنګه چې کله کله په دغه سیمه کې د غیر مسووله وسله والو خلکو د فعالیتونو او پیښو شاهدان یاستو.

د څو کالو راپدیخوا ددې سیمې په کوڅو کې بې ګناه خلک وژل کیږي او وسله والي غلاوې صورت نیسي ،د خلکو څخه مالونه تښتول کیږي او ددوه کالو راپدیخوا د شپې پر مهال د دیارلسمي حوزې په یوه کوچنۍ سیمه کې څو قتلونه ترسره شوي دي چې ددغه وژنو او ناامنیو څخه مخکې له دې چې په مسجد الزهرا او مسجد امام زمان باندې حمله ترسره شي امنیتي مسوولین دیته اړ کړل چې په دې سیمه کې د څوارلسمي امنیتي حوزې د جوړیدو طرحه ولسمشر ته پیشنهاد کړي.
مګر پوښتنه دلته ده چې ولې ولسمشر د شیعه علماوو د شورا لخوا د انتخاباتو د پاره د نوم ثبتونې د بهیر څخه د بایکاټ کولو وروسته دا طرحه منظور کړه؟او د علماوو شورا به خپله خبره بیرته واخلې؟پرته له شکه چې دغه پریکړه او لیدنه د علماوو د شورا د هغې اعلامیي له نشرولو وروسته ترسره شوه په دې سبب چې دغه بایکاټ د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په بهیر تاثیر ونه غورځوي او ګمان کیږي چې په راتلونکو ورځو کې دې لاسته راوړني ته په پاملرنې،د علماوو شورا د خلکو څخه وغواړي چې د نوم لیکنې په بهیر کې برخه واخلئ.
لکه څرنګه چې ددې شورا استازو د ولسمشر سره په کتنه کې ټاکنې یړ مهم اصل ګڼلی ،او ولسمشر ته یې ډاډ ورکړی دی چې د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره همکارې وکړۍ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *