د ثور د اتمې په مناسبت ۱۷۱ زندانیان د پلچرخي له زندان څخه ازاد شول

د غویي د اتمې( د افغانستان د خلکو د جهاد د اتلولۍ د ۲۶ کلیزي) په مناسبت د جمهور رییس په حکم د ۱۷۱ تنه زندانیان د پلچرخي له زندان څخه ازاد شول.

د ولسمشر د حکم له مخې د غویي د اتمې په مناسبت ۱۷۱ تنه زندانیان چې د ایران له زندانونو څخه راوړل شوي وو ازاد شول ویل کیږي چې دا سلسله دوام لري او ټاکل شوي ده چې ګڼ شمېر زندانیان ازاد شي.

د محبوسینو د محاکمو د ریاست د ارتباطاتو رییس ویلي دي چې له هغه ۶۰۰ زندانیانو څخه چې د ایران له محبسونو څخه هرات ته را انتقال شوي وو د هغې له جملې څخه ۵۶ تنه ازاد شوي دي.

په همدغه حال کې د کابل د مرکزي محبس رییس وایي چې په دې زندان کې د مختلفو جرمونو له وجې ۱۰۵۰۰ تنه زندانیان شپې ورځې تیروي چې ۳۰۰ تنه یې د ولسمشر د فرمان له مخې ازادیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *