فارسي ژبه د نړۍ په ۲۰۰ پوهنتونونو کې تدریس کیږي

د فارسي ژبې د زده کړې د مرکز رییس وایي چې د هیوادونو او د نړۍ د مختلفو لویو وچو په ۲۰۰ پوهنتونونو کې محصلین د فارسي ژبې د زده کړې په حال کې دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې رضا مراد صحرایي د دوشنبې په ورځ چې (په نړۍ کې د فارسي ژبې څرنګوالي) یوې غونډې ته یې وینا کوله وویل چې په اسیا لویه وچه او زمونږ په ګاونډ کې د زده کړې مرکزونه د هغې د جملې څخه قزاقستان،ترکیه،چین،بنګله دیش، ترکمنستان،روسیه،عراق،لبنان،سوریه او قطر هیوادونو کې فارسي ژبه تدریس کیږي.
د خبرو په دوام کې یې زیاته کړه چې د پاکستان په اسلام اباد کې د فارسي ژبې په څیړنیز مرکز کې د ۲۰ زرو څخه زیاتې خطي نسخې چې د ایران او پاکستان د اثارو لرونکي دي په دغه مرکز کې ساتل کیږي او د هندوستان د ۴۰ څخه زیاتو نقطو کې په فارسي ژبه کې حتی د دکتورا تر کچې پورې زده کړې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ هم د هندوستان په پنجاب پوهنتون کې د فارسي ژبې په برخه کې د دکتورا ورکولو برخه تصویب شوه.

صحرایي ددې ترڅنګ چې د اسیایي پوهنتونونو په اړه یې مالومات وړاندې کړل وویل چې د اروپا په آتن،اسټکهلم،برلین او بلګراد کې په ۳۵ ژبو کې دویمه ښودل شوي ده او درې ژبه دویمه ډېره تدریس شوي ژبه ده.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې پاریس،روم،صوفیه،لندن،مادرید،وین او لهستان له نورو اروپایي هیوادونو څخه دي چې د فارسي ژبې تدریس لري او د تیرې اوونۍ په اوږدو کې د اسپانیا د پایتخت په مادرید کې د علامه طباطبایي په پوهنتون کې هم د فارسي ژبې د زده کړې یو مرکز په لاره واچول شو.

همدارنګه نوموړي یادونه وکړه چې په امریکا کې هم د ۱۵ په شاوخوا کې د فارسي زده کوونکي د فارسي ژبې د زده کولو په حال کې دي.
صحرایي د نړۍ په ۶۵ هیوادونو کې د سعدي بنسټ فعالو نماینده ګیو ته په اشارې څرګنده کړه چې د نړۍ د اکثرو هیوادونو په ابتدایي دورو او لیسو کې فارسي ژبه د دویمي ژبې په توګه تدریس کیږي.

دا غونډه د سعدې د ورځې د لمانځلو په مناسبت د نړۍ د هیوادونو د فارسي ژبې د زده کوونکو همدارنګه د روسیې او جنوبې کُرې د زده کوونکو ترمینځ د سعدي د بنسټ په همکارۍ د علامه طباطبایي پوهنتون د نړیوالو ژبو د پوهنځي په سالون کې په لاره اچول شوي وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *