جنرال غلام فاروق قاطع د خپلو دریو ساتونکو سره یو ځای ووژل شو

تیره نیمه شپه( غویي ۴) د افغانستان د اسلامې حزب پخوانی قومندان جنرال غلام فاروق قاطع د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په پایله کې د خپلو دریو ساتونکو سره یو ځای ووژل شو.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې امنیتي سرچینو ددې خبر د تایید تر څنګ ویلي دي چې پرون شپه طالبانو د شیرینک په سیمه کې په پوسته برید وکړ کله چې فاروق د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره روان شو،د نوموړي ټانګ په دوه بوشکه یې ماینونو برابر شو.

دا په داسې حال کې ده چې په یوه کال کې نوموړي دوه ورونه د المار ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد نسیم قاطع او د سرحدي ټولي قومندان سخې محمد د ځای پر ځای شویو ماینونو په واسطه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *