اردوغان: هر څومره چې غرب ترهګر تغذیه کړي،له هغې زیات به  پکې ډوب شي

د المان د یوه  ښار په حمله کې چې د یو موټر په واسطه په تیریدونکو خلکو ترسره شوه چې پکې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته،د ترکیې ولسمشر اروپایي هیوادونو ته خبرداری ورکړ او ویي ویل هر څومره چې غرب ترهرګر تغذیه کوي  ،له هغې ډېر پکې ډوبیږي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې رجب طیب اردوغان چې  دنیزلي په ښار کې یې  خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل چې نه شي کولای څه شي چې مخې ته راغلي دي روښانه یې کړي.نه شي کولای چې د ترهګرو له دروند بار څخه ځان خلاص کړي،تاسي ولیدل چې ترهګرو په المان کې څه وکړل؟
د خبرو په دوام کې اردوغان وویل چې همدغه ډول خبره په فرانسه کې هم مخې ته راغلي وه.هرڅومره  زیات چې غرب ترهګر تغذیه کوي له هغې زیات به پکې ډوبیږي.
په عین حال کې د ترکیې جمهور رییس یو ځلې بیا په خپلو خبرو کې په فرانسې باندې د ” دسوریې د دیموکراتیکو ځواکونو”سره د توافق او د هغه پریکړې پر علت نیوکې وکړې چې له وجې یې د سوریې منبج ښار ته ځواکونه لیږي.او ویې ویل چې پاریس د تروریزم څخه ملاتړ کوي او د الیزه په مانۍ کې د ترهګرو کوربانه دي.
دا په داسې حال کې ده چې امانویل مکرون د مارچ په میاشت کې په پاریس کې د یو شمېر کُِردې ډلو د نماینده ګانو سره لیدنه وکړه چې ترکیه یې ترهګر او د “پ ک ک” سره تړلي بولي.
د اردغان دغه خبرې په داسې حال کې خپرې شوي دي چې دالمان پولیسو هیڅ داسې یوه نښه نه ده موندلي چې د مونستر د ښار حمله دې پرې ترهګریزه ثابته شي او د سیمه ایزو رسنیو  د راپورونو پر اساس حمله کوونکي د رواني ستونزو سابقه لرله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *