ټرمپ د سوریې د جمهور رییس سپکاوی وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریه کې موقعیت لرونکي د دوما ښار د کیمیاوي حملې په بهانه د ایران او روسیې هیوادونه تهدید کړل او همدارنګه د سوریې جمهور رییس بشار الاسد ته یې په “حیوان” ویلو سره سپکاوی وکړ.
دا په داسي حال کې ده چې د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ خبرداری ورکړی وو چې د جیش الاسلام او د ازاد فوځ ډلې نیت لري د کیمیاوي ګاز څخه په استفادې سره د دمشق د ختیځې غوطې په دوما ښار حمله وکړي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ نن د یکشنبې په ورځ د یوه ټویټري پیغام د خپرولو ترڅنګ د سوريې جمهور رییس،ایران او روسیې ته سپکاوی وکړ او همدارنګه د درنو تاوانونو په وراړولو سره یې و ګواښل چې د بشار الاسد د ملاتړ څخه ځان وساتي.
نظامیانو په افغانستان ،عراق او نورو هغه هیوادونو کې چې امریکا هلته شتون لري هیڅ د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو یادونه ونه کړه.
ډونالډ ټرمپ په خپلو دې څرګندونو سره غواړي چې کوم جنایتونه چې داعشیانو په دې هیواد کې سرته رسولي دي پرده پرې واچوي.
په عین حال کې ټرمپ د خپل ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې ولسمشر پوتین،روسیه او ایران د اسد حیوان څخه د ملاتړ مسؤل دي.هغوې به د خپل دې کاره لوړه بیه پرې کړي.
د امریکا د حکومت دارۍ په برخه کې د ټرمپ د خواشینوونکي روحیي له وجې دغه هیواد په بین المللي سطحه باندې له تخریب سر مخ کړی دی.
همدارنګه ویل کیږي چې د امریکا ډېرې سیاسیون هم د ټرمپ د سیاستونو مخالف دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *