خلیلي:زمونږ موخه د عزت نه ډکه سوله راوستل دي نه د طالبانو تسلیمول

د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي،کندهار ته په خپل سفر کې د طالبانو تروریستي ډلې ته په خطاب سره وویل چې د سولې د طرحې څخه موخه، د طالبانو او د دولت د نورو مخالفو ډلو تسلیمیدل نه دي بلکه موخه یې د عزت څخه ډکې سولې راوستل دي.
خلیلي په قندهار کې د سولې په اړه ناستې کې د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه چې سوله هیڅکله هم د بهرنیانو په وسیله لاسته نه راځي او یواځنې شی چې هغوي یې ترسره کولای شي،ددې بهیر څخه ملاتړ دی.
هغه څرګنده کړه چې باید” د خلکو په غږ سره جهاد،او د سولې انقلاب” په ټول افغانستان کې رامنځته شي.
د خلیلي په باور،تر څو چې خلک جګړې پاې ته ونه رسوي هیڅ یوه ډله هم په دې برلاسي نه ده چې په دې هیواد کې سوله راولي.
دا په داسي حال کې ده چې د فاریاب ولایت سیمه ایز مقامات په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو سره د ۱۵۰ تنو ولسي پاڅون کوونکو د یوځای کیدو خبر ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *