په کابل کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي

نن چهارشنبه سهار (وری ۱۵)د کابل ښار په ۱۶ ناحیه کې د ماین د چاودنې يه نتیجه کې د فوځ دوه تنه سرتیري ټپیان شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي دغه چاودنه د ملې اردو د یو عراده موټر پورې د نښلول شوي ماین په واسطه ترسره شوي ده.
دغه چاودنه د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیي د زړو مکروریانو په سیمه کې رامنځته شوي ده چې د ملې اردو دوه تنه منسوبین پکې ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د ټپیانو شمېر درې تنه اعلان کړی دی.
همدارنګه عینې شاهدان وایي د ۳ چسپکي ماینونو په چاودنو کې چې د ملې اردو د بیا رغونې په سیمه کې د ملې بس او مالیه ورکوني ریاست ته نږدې رامنځته شوه د ملې اردو یو سر تیرې ټپي شوی دی او اوس مهال سیمه په پوره ډول د پولیسو په کنټرول کې ده او ترافیکي جریان هم عادي دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *