اووه کسه مخالف وسلوال د افغان هوایي ځواک په برید کې ووژل شول

 

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک خاورې میانه خبري اژانس ته وویل: نن له غرمې وروسته شا و خوا دوه بجې افغان هوايي ځواک د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره درې د شیخانو په سیمه کې د مخالفو وسلوالو په یو غلچکي ګروپ هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې یې اووه کسه مخالف وسلوال وژل شوي دي.

د ځواک پروینا په وژل شویو کسان کې زرمت، جانان، پهلوان، هجرت او دغه راز درې تنه نور چې هویت یې لا څرګند نه دی، شامل دي، کوم چې په یاده سیمه کې یې په ډېری تروریستي کړنو او فعالیتونو کې لاس درلود.

د یادونې ده چې د تېرو پینځلسو وروځو راهیسې د سیلاب ۱ نمبر ۲۳ په نوم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ چاڼیز عملیات د الینګار درې په استقامت پیل شوي، چې تر دې دمه په کې لسګونه مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې تر څنګ د مخالفینو د ځینو وسلوالو او مهماتو په نیول کېدو سربېره په زیات شمېر ماینونه هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *