په کندز ولایت کې دوه تنه د مخدره توکو د قاچاق په تړاو و نیول شول

د کندز پولیس د کندز په ښار کې د نیشه يي توکو د قاچاق سره تړلي دوه کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني خاور میانه خبرې اژانس ته وویل،تیره ورځ(کب-۱۴) د کندز د مخدره موادو سره د مبارزې د مدیریت پولیسو دوه تنه د یوولس نیم کیلو ګرامو مخدره موادو چې د تریاکو له ډول څخه وو د قاچاقو په تور نیولي دي.
د رحماني په وینا،نیول شویو کسانو تصمیم درلود چې دغه اندازه مخدره مواد د دوه عرادو په واسطه د زاړه ذاخیل له سیمې د کندز ښار ته ولیږدوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *