په کندز ولایت کې د دولت شپږ تنه وسلوال مخالفین ونیول شول

د افغانستان د شمال امنیتي مقامات وایي،د کندز په ولایت کې د کومانډو ځواکونو د لسم کنډک په عملیاتو کې شپږ تنه وسله وال مخالفین نیول شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل تیره ورځ( کب۱۲) ماذیګر د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې چې د کندز – خان اباد لویي لارې په اوږدو کې ترسره شول شپږ تنه وسلوال مخالفین نیول شوي دي.
همدارنګه هغه وویل د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جرخشک سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې دوه تنه وسلوال وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی او همدارنګه ددې ډلې یو ځای پرځای شوی ماین هم خنثی شوی دی.
په تیرو کلنو کې د هوا په ګرمیدو او د پسرلې په رانیږدې کیدو سره د هیواد شمالي او شمال ختیځ ولایتونه ددولت د وسله والو مخالفینو د پراخه بریدونو شاهد وو او ددې ولایتونو اوسیدونکي په روان کال کې د امنیتي وضعیت د احتمالي خرابوالي له وجې اندیښمن شوي دي، د افغانستان د حکومت څخه غواړي چې د دولت د مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره د هغوې د استوګنې په سیمو عملیات سخت کړي.
محراب الدین ابراهیمي- دشمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *