اینسټاګرام غوره غږیزې او انځوریزې اړیکې فعالوي

د تک کرانچ ویب پاڼې په نقل،له هغه ځایه چې په نړۍ کې د ټولنیزو او مشهورو پیغام رسونکو شبکو تر منځ سیالۍ صورت نیولی دی،هر یو له دوې څخه قصد لري چې د نویو او ښو امکاناتو په وړاندې کولو سره په خپلو پلویانو کې جزابیت زیات کړي.
اوسمهال د انسټګرام ټولنیزې شبکې په اپلیکیشن کې نوي پټ کوډونه لیدل شوي دي چې د نویو غږیزو او ویډیوي اړیکو وړتیا لري.
له دې څخه دا مسئله څرګندیږي چې د ګڼو پلویانو لرونکي انسټګرام شبکې چې تر اوسه یې یواځې د انځورونو او د متنونو د لیکلو ځای لاره، تصمیم نیولی دی چې د هرچا د خوښې سره سم پیغامونه ورسوي او له همدې وجې ګومان کیږي چې په نږدې راتلونکي کې به په خپلو کارونکو د غږیزو او انځوریزو اړیکو زیرې وکړې.
اینسټګرام په ۲۰۱۲ میلادې کال کې له هغې وروسته ډیره ترقي او پرمختګ وکړ او په مجازي نړۍ کې یې ډېر محبوبیت او طرفداران پیدا کړل،چې د فیس بوک سترې تیکنالوژۍ څخه یې خپلې برخې واخیستلې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *