په کابینه کې د استاد محقق د غړيتوب ځنډ پای ته ورسید

د کابینې غونډې د څلورو میاشتو څخه زیات وخت د اجراییه ریاست د معاون او د وحدت ګوند د مشر استاد محقق د هغه څرګندونو په سبب نه دي دایرې شوي چې په تهران کې د اسلامي ویښوالي په کنفرانس کې یې سرته رسولي وي په ښکاره ډول د استاد محقق د غړیتوی د ځنډولو په خاطر د کابینې غونډې دایر شوي نه دي.
د څلورو میاشتو وروسته دا لمړی ځل دی چې محمد محقق نن ورځ د کابینې په ناسته کې حاضر وو.
تر اوسه مالومه نه ده چې د امنیت شورا غونډې دایرې شوي وي یا نه؛ مګر د ملې وحدت د حکومت اجراییه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د محمد محقق د دندې ځنډولو په خاطر د کابینې په ناستو کې ګډون نه کاوه؛مګر نن ورځ د کابینې په ناسته کې حاضر وو.
استاد محقق د اسلامې ویښوالي په کانفرانس کې د داعش ترهګرې ډلې په وړاندې د ټولو ډلو د بریالیتوب هرکلې کړی وو او سردار قاسم سلیماني ته یې په منځني ختیځ کې دداعش ډلې د ماتي مبارکي ورکړي وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *