مشهوره هندې هنرمنده سرې دیوي وفات شوه
د بالیوډ مشهوره هنرمنده سرې دیوي تیره شپه په دوبۍ کې د زړه د حملې له وجې د ۵۴ کالو په عمر وفات شوه.
سرې دیوي د څوارلس کلنۍ په عمر کې په هنرمندۍ پیل وکړ او د خپلې دورې له مشهورو ښځینه هنرمندانو له جملې څخه وه ،نوموړي په په ۱۹۹۷ کال کې له دې هنر څخه څنګ ته شوه.
سریې دیوي د هندوستان د فلم د جوړونکو د غړو لخوا ديوې تجربه لرونکي هندرمندې په توګه پیژندل کیږي.
دیوي په ۲۰۱۲ کال کې د اینګلیش او ینګلیش فلم د لوبغاړي رول لوبولو لپاره د دویم ځل لپاره سینما ته لاړه،دبالیوډ دغه پیژندل شوي هنرمنده تیره شپه ناڅاپه د ۲۰۱۸ دفرورۍ په ۲۴ وفات شوه.
سرې دیوي په خداګواه فلم کې چې یوه برخه یې په افغانستان کې فلمبرداري شوي ده هم کار کړی وو.