د ټاپي پروژې په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

حزب اسلامي افغانستان؛ ټاپي پروژې ته د یوې مهمې پروژې په سترګه ګوري، د پلي کېدو پيل ئې یو مهم انکشاف ګڼي، نه یوازې له اقتصادي پلوه ئې د هېواد په ګټه ارزوي، بلکې له سیاسي پلوه ئې ارزښتمن بولي او د روان بحران په پای کې ئې ممد او اغیزمن ارزوي. له همدې امله ئې لا ډیر دمخه اعلان کړی وو چې د امنیت په تأمین کې ئي فعاله ونډه ولري ، پر ولس غږ کوي چې د هغو کورنیو او بهرنیو هېواد دښمنه کړیو مخه دپ کړي چې غواړي دداسې ملي پروژو په وړاندې خنډونه را ولاړ کړي . هغه هېوادونه چي نه غواړي مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره د افغانستان له لارې وصل شي، گاز ، نفت او برېښنائې له دې لارې بهر ته انتقال شي، د آسیا د دغو دوو،برخو پر مارکیټونو له نورو سره د سیالۍ هڅه کوي، د افغانستان جنګ ته د داسي پېښي په سترګه ګوري چی دوام ئې له دوی سره پر دغو مهمو مارکيټونو د تسلط په اړه مرسته کوي، دهمدې لپاره په تېرو څه باندې دریو لسیزو کي د افغانستان د جنگ پر دوام پراخي پانگونې کوي، یو شمېر نا افغان ډلې ئې استخدام کړي، وسلې او پیسې ورکوي، هم ئې د هېواد دننه د خپلو اغراضو لپاره جنگوي او د ټاپي،سلما بند، کمال خان بند او نورو په څېر مهمو پروژو د مخنیوي لپاره ئې کاروي او هم ئې بهر ته د جنگ لپاره لیږي، افغان ولس دا بهرني او کورني دښمنان ښه پېژندلي، هېڅکله به اجازه ور نه کړي چي خپلو شومو او ناولو موخو ته ورسیږي.
هغه ولسونه چه د ټاپي نل لیکي د تېریدو په سیمو او د دغو بندونو شاوخوا کې میشت دي،باید دې ته چمتو شي چي د خپلو سیمو امنیت په پشپړه توگه تأمین کړي، مشبوه او پر دیپالو ډلو ته په خپلو سیمو کي د تحرکاتو او تخریباتو مجال ور نه کړي. دولت باید د دغو مهمو پروژو د امنیت لپاره داسې نوی ډاډمن او مطمئن امنیتي ځواک جوړ کړي چي د مشکوکو کړیو له نفوذ خوندي او ملي گټو او ارزښتونو ته ژمن وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *