د داعشیانو له لورې د وژل شو ۹ تنو ډلیز قبر ومندل شؤ

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوکیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل د کوټ ولسوالۍ سې پای سیمې څخه شاوخوا یو نیم کال وړاندې ۱۲ تنه داعش وسله والو له ځآنونو سره وړي وو،چې د یادو کسانو څخه یې د ۹ تنو ډله ییز قبر تېره ورځ د اچین په مامند درې کې موندل شوی وو،چې هماغه وخت یې وژلي ؤ.
خوګیاڼي زیاته کړه د یادو وژل شو جنازه نن په کوټ ولسوالۍ کې ادا شوه.
د خوګیاڼي پر وینا له یادو ۱۲ تنو څخه ۳ جسدونه لام هم لا درکه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د څو کلونو راهیسې د داعش وسله والې ډلې د ننګرهار په اچین، کوټ، بټي کوټ او یو شمیرنورو ولسوالیو کې فعالیتونه پیل کړي چې د دې سیمو د اوسیونکوپر وینا چې داعش وسله والې ډلې د دوې په سیمو کې تر اخري حده ظلمونه ترسره کړیدي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *