دوه وسله وال طالبان، چې يو ملا امام یې وژلی و ونيول شول

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل: ننګرهار ولايت روداتو او خوږياڼو ولسواليو کې هغه وسله وال طالبان ونيول شول، چې د ګڼو نورو جرمونو ترڅنګ يې د قاري نظیف په نوم ملا امام د يو تن د جنازې لمونځ اداء کولو له امله په ډزو سره وژلې و.
خوګیاڼی زیاتوي ملي امنيت ادارې بالک مشهور په نجيب الله خوږیاڼو او امير الله په روداتو ولسوالۍ کې ونيول.
نيولو شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی، چې د قاري نظيف په نوم ملا امام يې د جنازې لمونځ اداء کولو له امله وژلی و او په سيمه کې يې ګڼ شمېر نور تخريبې کړنې تر سره کړي دي.
نيول شوي وسله وال طالبان ملي امنيت اداره کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *