د اعراق د اهل سنت یو مفتي په سیمه کې د ایران له رول څخه قدرداني څرګنده کړه

شیخ مهدی الصمیدعی د اسلامي انقلاب د کامیابي د نهه دیرشمې کلیزې په مناسبت په خبرو کې وویل : نن ورځ اسلامي انقلاب ډیر ستر ځای په عربي نړۍ او اسلام کې لري .
د خاورې میانه خبري اژانس د خبر له مخې د عراق د رسنیو څخه په را اخیستنه شیخ مهدی الصمیدعی د دې په خوا کې چې د سیمې په سیاسي چارو کې د ایران د رول څخه قدرداني وکړه وویل : ( ” سربیره په غمونو جنګونو ، نن الحمدالله ثبات د اسلامي جمهوري په نوم بدل شوی دی ، پرمختګ او پراختیا په مختلفو کچو د داخلي او بهرنو برخو کې پیل شوی او دا ټول د اسلامي انقلاب میوه او پایلې دي. “)
شیخ مهدی وړاندې ویلې : ایران سره له دې چې نړیوال بندیزونه او همیشني اقدامات د نړۍ د لویو قدرتونو د دې هیواد د اخلي چارو ، لوې ګامونه د عمران په لاره کې په ترقې اخیستي دي .
شیخ صمیدعی همدا راز وویل : ایران تر ټولو لوې رول د فلسطین او د ازادې بښوونکو جنبشونو د نړۍ کې لري او همدا رانګه د حزب الله د لبنان مقاومت او د فلسطین اسلامي مقاومت ملاتړ کړی او دغه ملاتړ حتې په عراق او سوریه کې د امنیتي ځواکونو مقاومت زیاتوالی پیدا کړی .
دعراق د اهل سنت دغه لوې مفتي زیاته کړه د رسنیو هیڅ کوم خبر او یاهم راپور د عربي ملتونو د بریاو په تړاو نه وینم چې د ایران اسلامي جمهوري ( رول ) برجسته او د خبرونو سرلیک نه وي .
دا په داسې حال کې ده ،چې ایران د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې خپلې ملي ګټې له خپلو سرحدونو څخه ترسیم کړي دي او د داعش تروریستي ډله په سوریه کې ودریدله ، چې همدغه ودریدل د دې ډلې د ناکامې سبب شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *