داعش وسله والو ته د وسلو لیږدونکي درې تنه ونیول شول

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په شولاني سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې تېره شپه د عابدالله، نادر او نصرت په نومونو داعش وسله والو ته د وسلو درې لیږدونکي او ۹ شکمن کسان ژوندي ونیول شول .
عطاالله خوګیاڼی زیاتوي له بلې خوا د اچین ولسوالۍ په باندر اوبو سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او د دوې وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي .
نوموړی زیاتوي په ترسره شوو عملیاتو او هوایي برید کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *