د وسله والو طالبانو لپاره د وسلو او مهماتو لیږدونکی ونیول شو

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل د ننګرهار ولایت د ملي امنیت مؤظفینو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو دوه کلن د مهماتو او وسلو انتقالوونکی غړی عبیدالله چې مشهور په جابر دی،د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ژوندی نیولی .
خوګیاڼی زیاتوي نیول شوي وسله وال طالب عبیدالله په خپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاته کړې،چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه .
هغه ویلي،څو ورځې وړاندې یې پلان درلود،چې د لغمان ولایت څخه وسله والو طالبانو ته وسلې او مهمات ولیږدوي،چې له وړاندې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ونیول شو.
د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له لورې د داعش وسله والو ته د وسلو لیږدونکي درې تنه نیول شوي وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *