د افغانستان پارلماني ټاکنې تر نا معلوم وخت پورې وځنډیدې

د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون غړي وایې : د دې هیواد پارلماني او د ولسوالیو د شورا ټاکنې به په خپل وخت ( د ۱۳۹۷ د سرطان په ۱۶ ) نیټه ترسره نه شي .
د خاورې میانه خبرې اژانس د خبر له مخې : د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي نن یکشنبه ( ۱۵ دلو ) خبریالانو ته وویل : دوه درې میاشتې چې تلف شوې ټاکنې به د تیرو ټاکنو په مهال ویش سره ترسره نه شي )
هاشمي د ټاکنو د ځنډیدو د وخت په هکله څه ونه ویل خو نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال فني مطالعات او خیړنۍ دوام لري تر څو د ټاکنو د تغیر وړ او ورستی وخت او مهال ویش به ډیر ژر اعلان شي .
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دغه کمیشنر په داسې حال کې چې بریښنایې پیژند پاڼې ، امنیت او … د ټاکنو د ترسره کیدو پر وړاندې ستونزې په ګوته کړې و ویل د افغانستان د پارلماني ټاکنو په ترسره کیدو په اټکلي ډول ۲۱۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده چې تر اوسه نه دې برابرې شوې .
له دوو کالو زیات وخت کیږي چې پارلمان په غیرې قانوني ډول دندې ته ادامه ورکړې ده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه نه دی توانیدلی ، چې د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو له پاره یومعلوم وخت وټاکي .
د اساسي قانون د ۸۳ مادې له مخې : د پارلمان د غړو د کار پیل د پنځم کاري کال د سرطان د میاشتې په لومړۍ نیټه د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته پای ته رسیږي . او پارلماني ټاکنې باید ۳۰ یا ۶۰ ورځې مخکې د مجلس استازو د کار د دورې د پای ته له رسیدو مخکې ترسره شي .
په همدې اساس باید ټاکنې د ۱۳۹۴ کال د جوزا د میاشتې په لومړۍ نیټې ترسره شوې وای ، مګر د ټاکنو خپلواک کمیسیون پارلماني ټاکنې ترسره نه شوې کړلی .او د ملي وحدت حکومت هم د پارلمان د کار وخت د بلې دورې د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې تمدید کړ.
د سیاسي چارو د کار پوهانو په بارو پارلماني ټاکنې چې اټکل کیده ، د ( ۱۳۹۷ د سرطان د میاشتې په ۱۶ ) نیټه ترسره شوې وای . د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پروینا د ځو میاشتو په ځنډ سره به ترسره شي ، د دوې په خبره دا وخت به د ژمي موسم وي چې د زیاتو ولایتونو مواصلاتي لارې بندیږي او امکان لري ، چې ټاکنې ۱۳۹۸ کال ترسره شي .
ځینې کارپوهان دا هم وای کیداشي چې پارلماني ټاکنې له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره شي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *