پولیسو ۳ تنه د چاه آب په ولسوالۍ کې د یوې ښځې د وهلو او ټکولو په قضیه کې نیولي دي

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو راښکاره شوه ، چې په دغه ویډیو کې لیدل کیږي یوه ښځه د څو تنو له خوا صحرایې محکمه شوې ده . نن امنیتي ځواکونو وویل چې د دې قضې په تړاو یې څو تنه نیولي دي .
د کورنیو چارو وزرات ویاند نجیب دانش نن یکشنبه د د ې قضیې په تړاو د څو تنو د نیولو خبر ورکړ و ویل ( پولیسو ۳ تنه د تخار ولایت د چاه اب په ولسوالۍ کې د یوې ښځې د وهلو او ټکولو په قضیه کې نیولي دي )
۱ – حمیدالله د یادې ښځې ماما .
۲ – جهانګیر د یادې ښځې خسر .
۳ – عبدالقدیر د یادې ښځې ورور .
دانش وړاندې وویل نوموړۍ میرمن د پولیسو له لورې هغه کور ته وړل شوې ، چې ساتنه یې د پولیسو له لورې په خاص او مخفي ډول ترسره کیږي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *