په يمن کښې نوي جنايتونه
ه يمن باندې د سعودي تيرو ګرو جنګي الوتکو په حمله کښې لس تنه شهيدان شول.
د یمن مختلفې سیمې یو ځل بیا د سعودی جنګی الوتکو د بمباریو کتونکې وې. د یمن په جنوب لویدیځ کی د تعز په ولایت باندی د سعودی جنګی الوتکو په بمباریو کی لس عامه خلق وژل شوي، او په لسګونو نور ژوبل شول.
د دغې وحشيانه حملې زياتره قربانيان ښځې او ماشومان دي. د خاورو له ډېريو نه د جسدونو راوېستلو کار دوام لري