د پاکستان آی ايس آی په افغانستان کي د راتلونکي کال لپاره د نويو او گواښونکو بريدونو پلان تر لاس لاندې نيولي

د پاکستان آی ايس آی په افغانستان کي د راتلونکي کال لپاره د نويو او گواښونکو بريدونو پلان تر لاس لاندې نيولي

د ملي امنيت پخواني ريس اسدالله خالد له دي سره ويلي د نوي کال په رارسيدو سره پاکستان يوه نوې او  گواښونکې لوبه په افغانستان کي پيلوي

د ملي امنیت پخواني ریس اسدالله خالد د کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو بریدونو په غبرګون ویلي، لومړنۍ څیړنې ددې ښکارندویي کوي چې د کندهار په برید کې پاکستان لاس درلود او دوی دا برید د کویټې شورا په همکارۍ سره تر سره کړی دی. دوی ویلي: د پاکستان اسختباراتي اداري په را روان کال کې په افغانستان کې د ویرې او ډار رامنځ ته کولو په موخه د له ګواښه ډکو بریدونو پلان رامنځ ته کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر د پاکستاني پوځ له ستر درستیز سره په ټلفوني اړیکه کې ویلي: د کندهار برید پلان په کویټه کې رامنځ ته شوی او په  دې برید کې لاس لرونکي په پاکستان کې میشت دي. ولسمشر په دې ټلفونی خبرو کې خبرداری ورکړی چې افغانستان به ددې بریدونو بدل اخلي. وسله والو طالبانو هم د کندهار د پیښې مسولیت ندی منلی ویلي یې دي چې دا برید دوی ندی تر سره کړی. د کندهار د امنیې قومندان هم ویلي چې ددې برید په تړاو اولس کسان نیول شوي  دي چې پکې ځیني امنیتي سرتیري، د ودانۍ کارکونکي او انجنیران دي. ویل شوي چې په دې وروستیو کې عربي متحده اماراتو هم د پیښې د څیړنې په موخه سیمې ته یو پلاوی استولی ترڅو په کندهار ولایت کې د پنځو اماراتي دیپلوماتانو وژل کیدل وڅیړي. له خوا پاکستان تل پر دوی لګیدلي تورونه ردوي او د پوځ ستر درستیز یې ویلي، که چیرې افغانستان له تورونه لاس واخلي دوی به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *