د استانبول بریدګر افغانستان کې روزل شوی

د استانبول بریدګر افغانستان کې روزل شوی

د ستانبول ښاروال واسپ شاهین وايي چې د نیول شوي کس د ګوتو له نښې ښکاري چې هماغه بریدګر دی

په ترکیه کې چاروکي وایي هغه بریدګر چې په يو نایټ کلپ کې یې ۳۹ تنه ووژل، په افغناستان کې ترهګریزې روزنې ترلاسه کړې دي.

د ترکیې پولیس وايي د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ شپه په یو نایټ کلپ باندې د برید په تور یې یو مشکوک کس نیولی دی. د ترکیې صدراعظم بن علي یلدریم د سه شنبې په ورځ ومنله چې نیول شوی هماغه کس دی چې په نایټ کلپ کې یې ۳۹ تنه ووژل.

ښاغلي یلدریم بریدګر “داړونکی ترهګر” یاد کړ او وویل مهمه خبره دا ده چې د دغه کس په نیولو سره به په برید کې ښکیل نور کسان هم وموندل شي. د ترکيي مطبوعات وايي دغه مشکوک بریدګر عبدالقادر ماشاریف نومیږي چې د دوشنبې په شپه په عملیاتو کې ونیول شو.

د استانبول ښاروال واسپ شاهین وايي چې د نیول شوي کس د ګوتو له نښې ښکاري چې هماغه بریدګر دی. هغه وايي دی په خټه ازبک دی خو په افغانستان کې یې ترهګریزې روزنې ترلاسه کړې او باور کیږي چې د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې ترکیې ته راغلی وي.

ښاغلي شاهین وویل دا ښکاره خبره ده چې برید د اسلامي دولت ډلې کړی دی چې په سوریې کې د ترکیې د عملیاتو غچ بلل کیږي.

د رویټرز اژانس وايي د ترکیې د صدراعظم مرستیال په خپل ټویټر کې پولیسو ته د مشکوک کس په نیولو مبارکي ورکړې ده او لیکلي دي چې ترکیه به د ترهګرو او هغو ځواکونو پر ضد چې د ترهګرو ننګه کوي، خپل جنګ روان وساتي.

دا په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په ترکیه کې درېیم برید و چې داعش یې مسولیت واخیست. د ۲۰۱۶ کال په جون کې په استانبول کې د اتاترک په هوايي ډګر باندې د برید مسولیت هم د اسلامي دولت ډلې اخیستی و چې ۴۴ تنه په کې ووژل شول.

د ترکیې حکومت وايي په دغه برید کې ښکېل درې ځانمرګي د روسیې، ازبکستان او قرغزستان وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *