پاکستان له ملګرو ملتونو دهند په هکله غوښتنه کړې ده
پاکستان له ملګرو ملتونو دهند په هکله غوښتنه کړې ده
د هندوستان تایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې د ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر له دې سازمان نه غوښتي چې هند پرېنږدي پاکستان کې لاسوهنه وکړي او له هغو فعالیتونو ډډه وکړي چې هدف یې د پاکستان په ادعا ددې هېواد بې ثباته کول دي.
ورځپاڼه زیاتوي؛ د پاکستان سفیرې ملیحه لودي د هند لاسوهنې او ترهګریزو فعالیتونو په اړه یوه دوسیه او ددې هېواد د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز یو لیک د ملګرو ملتونو سرمنشي ته سپارلی.
دوسیه کې د ورځپاڼې په وینا پاکستان کې د هند استخباراتي ادارې د لاسوهنې او په تېره بیا د بلوچستان ایالت په قبایلي سیمو او کراچۍ کې په ترهګریزونو فعالیتونو کې د هند لاس لرلو په اړه شواهد وړاندې شوې دي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې هم همدغه موضوع سپړلې.