هلمند ولایت کې سلګونه امریکايي سرتیري ځای پر ځای کیږي

هلمند ولایت کې سلګونه امریکايي سرتیري ځای پر ځای کیږي

د هلمند امنیتي چارواکو تائیده کړه چي پدغه ولایت کې تازه دمه نړیوال ځواکونه ځای پر ځای کیږي.

ټاکل شوې تر پرلپسې نا امنیو وروسته په هلمند کې ۳۰۰ امریکايي پوځونه د افغان قواوو د مرستې لپاره هلمند ته ولاړ شي.

په هلمند کې د افغان ځواکونو د همږغۍ مسئول عبدالجبار قهرمان وايي چي پدې ولایت کې به د اړتیا له مخې نړیوال ځواکونه ځای پر ځای کیږي خو د شمېر د څرنګوالي په اړه يې کره معلومات په ډاګه نکړه.

قهرمان د شنبې په ورځ ( جنورۍ ۷) په لښکرګاه کې یوې خبري ناستې ته وويل چي د نړیوالو پوځونو بیا ورتګ به د هلمند د ثبات او امنیت سره ډيره مرسته وکړي.

د هلمند له تازه نا امنیو څخه شپږ میاشتې تیریږي چې پدغه موده کې وسله والو طالبانو دوه ځله د هلمند د مرکز لښکرګاه د سقوط لپاره لوی بریدونه وکړه، د هلمند څلورو ولسوالیو سقوط وکړ او د لښکرګاه – کندهار لویه لار هم دوه ځله د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

تېره اونۍ وسله والو طالبانو د هلمند ځايي اوسیدونکو ته خبر ور کړ چي په ۲۰ ورځو کې دننه خپل ټول اکمالات وکړي او تر هغه وروسته يې پر مخ لاري تړي او په لویو بریدونو باندي لاس پوري کړي .

دغه راز اوس هم د دې ولایت په ډیرو برخو کې دوامداره نا امني شته او د لښکرګاه ښار په دوهمه او دریمه امنیه حوزه کې افغان ځواکونه د وسله والو پر ضد نظامي عملیات مخ ته وړي .

په هلمند کې د ملي پوځ د ۲۱۵ میوند قول اوردو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چي د امریکايي سمندري ځواک یوه ضربتي قوه به ممکن په پنځو اونیو کې د ننه هلمند ته ورسیږي .

سرچینې زیاته کړه چي د سمندري ځواک یاده ۳۰۰ درې سوه کسیزه سلاکاران به د قول اوردو او د پوليسو ځواکونو ته مشورې ور کوي چي ممکن لمړی په لښکرګاه کې په یوه پوځي مرکز ځای پر ځای شي .

په هلمند کې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پوري تر ۲۵ زره پوري برتانوي ، امریکايي او ایساف د ځینو نورو غړو هیوادونو عسکر موجود وو چي وروسته يې د امنیتي انتقال تر پروسې وروسته يې خپل ماموریت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپاره .

په هلمند کې د افغان ځواکونو د همږغۍ د مرکز مشر جبار قهرمان وايي چي را روان پسرلی او دوبی به د هلمند لپاره ډير ارام وي خو پدې اړه يې ډير جزیات ور نکړه .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *