د ملي دفاع وزارت د هيواد په اتلسو ولايتونو کي له شلو عملياتو خبر ورکوي

د ملي دفاع وزارت د هيواد په اتلسو ولايتونو کي له شلو عملياتو خبر ورکوي  د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش ويلي دا عمليات د سړې هوا پر مهال د وسله والو د ځپلو  په موخه په لاره اچول شوي

د ملی دفاع وزارت مرستیال ویاند وایی، دا عملیات په هغه ولایتونو کې په لاره اچول شوی کوم چې تر ګواښ لاندې دي.

محمد رادمنش ویلي: هغه عملیات چې مونږ په لاره اچولي په دې موخه دي ترڅو د ژمي پر مهال خپل دښمن له منځه یوسو، ددوی امکانات له منځه یوسو، پرسونل یې وځپو او د راتلونکې کال لپاره ښه شرایط رامنځ ته کړو.

دا عملیات په داسې حال کې په لاره اچولي شوي چې د شفق دوه په نامه د ملي اردو عملیات هم په بیلا بیلو ولایتونو کې پر مخ روان دي.

د ملي دفاع وزارت اعلان کړی، ددې عملیاتو پر مهال د ننگرهار، دايکندي، بادغيس، فارياب، بدخشان، ارزگان، قندهار، زابل، غزني او لوگر ولایتونو ځینې د دولت له وسله والو مخالفینو پاکې شوي دي.

له دې سره د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند ویلي، په دې وروستیو کې په بیلا بیلو ولایتونو کې د دولت اویا وسله وال وژل شوي ډيری نور ټپیان او ددوی یو شمیر وسله او مهمات هم د امنیتی سرتیرو لاس ته ورغلي دي.

دا عملیات په داسې حال کې په لاره اچول شوي چې مخکې له دې په هیواد کې د بهرنیوځواکونو قومندان د ملي اردو په لیکو کې د کمزوری مدیریت څخه خبر ورکړی وو. ده ویلي وو، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کمزوری مدیریت او فساد د جګړې په ډګر کې د افغان سرتیرو پر وړاندې د ستونزو د رامنځ ته کیدو لامل شوی او دوی ته ډير تلفاتو اوښتي دي. د ملي دفاع وزارت ویلي ددې ستونزو د هواری په هڅه کي دي او ډير ژر به د سرتیرو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *