د عراق د موصل عمليات دوام لري او مسولينو د ځينو پلانونو له رامنځ ته کيدو خبر ورکړی

د عراق د موصل عمليات دوام لري او مسولينو د ځينو پلانونو له رامنځ ته کيدو خبر ورکړی دی

يوه امريکايي پوځي چارواکي ويلي، د موصل د عملياتو پځوالي له مخي يي پر ځينو پلانونو لاس پوري کړی. په ورته حال کي عراقي سرتيرو ويلي د موصل په ختيځ کې د ميثاق سيمه يي نيولي ده

د موصل له  عملیاتو دوه  میاشتې تیریږي خو له دې سره چې په دې عملیاتو کې په لسګونه زره سرتیرو او جنګیالیو ګډون کړی، ددوی عملیات په پځه توګه پر مخ روان دي. په دې عملیاتو کې د عراقي سرتیرو سربیره، کرد مخکین مرګو او عراقي ملیشو هم ګډون کړی، دوی د عملیاتو د پځوالي لامل د داعش ډلې کلک مقاومت او ددوی ترمنځ نه همغږي ښیي. یوه امریکایي چارواکي ویلي چې دا عملیات له لنډې دمې وروسته په ډيرې همغږۍ سره تیره اونۍ له سره پیل شول.

استيو تاون سيند- “مونږ د پرمختګ په حال کې یو مخکې له دې پرمختګونه د عملیاتو په یوه برخه تړلي وو خو د نورو برخو د پځوالي شاهدان وو  خو اوس مونږ په ټولو برخو کې د پرمختګ هڅې کوو.”

دې امریکا یي چارواکي ویلي په وروستیو عملیاتو کې د موصل له څلورو یوه برخه نیول شوې خو له دې سره نه همغږیو دا عملیات هم له پڅوالي سره مخ کړي دي،

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *