د هيواد فضايي حريم مصئونه ندی
د هيواد فضايي حريم مصئونه ندی
د هوايي چلند خپلواکې ادارې مسولينو له دي سره د کابل او اروپا ترمنځ د الوتنو له پيليدو هم خبر ورکړی دی. له دي سره دوی ويلي اويا سلنه پرمختيايي بوديجه يي لگولي او د تير کال په پرتله يي عوايد پنخه لس سلنه لوړ شوي دي
د ملکي هوایي چلند مرستیال د اویا سلنې پرمختیایي بودیجې له لګولو خبر ورکړی ویلی یې دي، دا بودیجه د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د هوايي ډګرونو په رغاونې لګیدلې ده، له دې سره دوی ویلي، د تیرکال په پرتله په عوایدو کې یې پنځه لس سلنه ډيروالی راغلی دی.
د هوایی چلندن ملکي خپلواکې ادارې مرستیال زیاته کړې، هر کال اتیا زره بهرنیو الوتنې د افغانستان له فضا څخه له کومې ویرې پرته تر سره کیږي او له دې داسې ښکاري چې د افغانستان فضا امنیت نلري. له دې سره دوی ویلي د کابل او اروپا ترمنځ د الوتکو د بیا پیلیدو په هکله خبرې روانې دي چې ډير ژر به مثبته نتیجه ورکړي.
قاصم وفایي زیاده وویل: اوس مهال د کورنیو پنځو هوایي شرکتونو په ګډون لسو بهرنیو شرکتونو د افغانستان هوایي فضا تر پوښښ لاندې راوستلې او دوی د هیوادوالو د ساتنې لپاره ټولې غیر معیاري الوتکې درولې او پر پیلوټانو یې ډير سخت شرایط لګولي دي.