سوريان په نوي کال کي خپلو کورونو ته د بيرته گرځيدلوته هيله مند دی

سوريان په  نوي کال کي خپلو کورونو ته د بيرته گرځيدلوته هيله مند دی رويترز خبري آژآنس د يوې  سورِیې کورنۍ انځور چي د جگړو له امله د خپل کور پريښودو ته خپور کړی دي

ایهام حسین چې یو نهه کلن ماشوم دی له خپلې کورنۍ سره یې د نوي کال لپاره ډالۍ اخستې دي او په یوه بهانه غواړي د څو شیبو لپاره ځان خوشحاله وساتي.  نومه وړی د خپلې کورنۍ دند له تر سره کولو وروسته له خپل پلار سره د سبزیو په پلور کې مرسته کوي. له دې سره چې ددې عمر ډير لږ دی خو ډيرې تجربې یې تر لاسه کړې دي.

دا پنځه کسیزه کورنۍ درې کاله وړاندې له هغه وروسته دمشق ته راغله کله چې پر حمص ښار د وسله والو له لوري برید وشو. په یوه ښونځي کې دې کورنۍ اړولي او هڅه کوي ترڅو د میاشتې په اتیا ډالرو عوایدو سره خپله شپه ورځ تیره کړي. دوی درې کوچوني خونې لري او پر خپلو اږو د خپلې کورنۍ د ځوانانو د وژل کیدو او کډوالی پيټۍ وړي.

ام سليمان-“زوی مې د حمص ښار د جګړې په لوړمیو کې ووژل شو ددې پیښې رامنځ ته کیدل د نه  زغملو وړ وو  ځکه چې هغه زما مشر زوی وو ډيره ښه هلک او د نیکو اخلاقو څښتن وو  دې پیښې زمونږ ټولنه کورنۍ په غم اخته کړه.”

ددې کورنۍ پلار خالد حسین وایي: دوی خپل هر څه له لاسه ورکړي او په نوي کال کې ددوی یواځینۍ هیله خپل کور ته بیرته ګرځیدل ده.

خالدحسين- “هیله مند یم چې هر څه له سره پیل شي اوس هیڅ شی پر خپل حال ندي پاتې  نه کور نه ځمکه  خپل ماشومتوب مې په یاد راځي  کور مې کورنۍ مې   هیله مندیم  چې تیرو وختونو ته ور وګرځو او خوشحاله ژوند ولرو.”

آیا په روان کال کې به د سوریانو لپاره کوم د خوشي پړاو رامنځ  ته شي  او روان اوربند به په دې هیواد کې د سولې  او امنیت د رامڼخ ته کیدو لامل شي دا هغه هیله ده چې سوریان یې په نوي کال کې په خپلو زړونو کې لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *