٢٠١٧ کال د داعش د خاتمې کال دے

د اردن لوے درستيز جنرل محمود فريحات تاکيد وکړ داعش دهشتګرده ډله به د نوي ميلادي کال تر آخره پورې ختمه شي.

هغۀ له بي بي سي سره په مرکه کښې وويل، د فوځي محاسباتو له مخې داعش ترهه ګرې ډلې په سوريې او عراق کښې تر خپل کنټرول لاندې ٦٠٪ زمکې، ٢٥٪  انساني ځواکونه او ٥٠٪ نقشه جوړونکي ځواکونه له لاسه ورکړي دي.

هغۀ زياته کړه، په سيمه کښې د دهشتګردۍ د ختمولو لپاره د يو شمېر قوماندانانو له لارې د سوريې د حکومت او د مخالفينو ترمېنځ يو لړ خبرې اترې هم شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *