ټرمپ لويديځي طوفان / اسرائیل باید استقامت ولري
د امريکې د بهرنيو چارو د وزير جان کيري له وېنا څو ګېنټې مخکې چې ټاکلې شوې وه د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمېنځ د صلحې د ټينګښت څه رنګوالې بيان کړي منتخب ولسمشر ټرمپ د اوباما د حکومت په تورنولو سره صهيونېسټان مخاطب وګرځول او له هغوي يې وغوښتل چې پکار دي استقامت ولري ځکه چې د جنورۍ شلمه نزدې ده.
ډونالډ ټرمپ په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د اوباما په حکومت باندې په ټکونو سره وويل، د اسرائيلو په اړه بې حرمتۍ ته نور دوام نه شي ورکولې، هغوي د امريکې ډېر ښه انډيوالان دي. له ايران سره د اېټمي موافقې د ختمولو شروع ته ورسېدو، اے اسرائيلو محکم اوسئ چې د جنورۍ شلمه ډېره زر رارسېدونکې ده.
هغۀ زياته کړه، ټول کوشش کوو چې د اوباما څرګندونو او د هغۀ لخوا رامنځته شويو تاوتريخوالو ته توجه ونکړوو. توقع مې لرله چې د ولسمشرۍ منتقلېدل به اسان وي او په اسانۍ سره به ترسره شي خو داسې نه ده.