د سعودي ماشومانو په جامو اسرائيلي بېرغ + ثبوت

د سعودي عرب په بازارونو کښې د ماشومانو داسې جامې خرڅيږي چې پرې اسرائيلي بېرغ جوړ دے.

يو سعودي ښاريز په بازار کښې د ماشومانو د داسې جامو په ليدو چې ورباندې د نورو ځينو ملکونو د بېرغونو ترڅنګه د صهيونېسټ رژيم بېرغ هم جوړ ؤ حېران شو.

“سعيد قحطانی” نومې د سعودي عرب يو ښاريز د دغه هېواد د رياض ښار په التعميري بازار کښې د ماشومانو د يو لباس له اخېستو وروسته دې ته پام شو چې ورباندې د غاصب اسرائيلي رژيم بېرغ جوړ دے.

هغۀ له دې  وروسته د سعودي د سوداګرۍ له وزارت سره تماس ونيوۀ چې له دې چارې يې خبر کړي، خو د دغې وزارتخانې کارکوونکو ترې وغوښتل  چې د اطلاع ورکولو دا کار د متعلقه سائيټ له لارې ترسره کړي،خو هغه د سائيټ له لارې په دغه چاره کښې کامياب نه شو.

دغه سعودي ښاريز له وطن سائيټ سره په مرکه کښې تاکيد وکړ چې داسې جامې چې پرې د صهيونېسټ غاصب رژيم بېرغ جوړ وي مخ په زياتېدو دي او ګټه لټونکي دوکانداران يا په بازارونو باندې څارونکې ادارې د دې چارې د مخنيوي لپاره هيڅ اقدام نه کوي.

د سعودي ماشومانو په جامو اسرائيلي بېرغ + ثبوت

په دغو جامو باندې په جوړ شوي تصوير کښې د غور وړ ټکے دا دے چې  په دغو جامو باندې د اسرائيلي رژيم بېرغ په شپږو ځايونو کښې چاپ شوے دے په داسې حال کښې چې د نورو هېوادونو بېرغونه له دې نه په کم شمېر کښې چاب شوي دي. شپږ عدد د صهيونېسټانو لپاره اهميت لري او د صهيونېسټ رژيم په بېرغ جوړ ستورے هم شپږ ګوټيز دے او په کومو اسلامي بېرغونو چې ستورے جوړ وي هغه پينځه ګوټيز وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *