اماراتو د ترکيې په شان ځان کندې ته غورزولے دے

د “الخليج امارات” ورځپاڼې د رپوټ له مخې د شارجې د امير مرستيال او نمائنده شيخ سلطان بن محمد بن سلطان القاسمي له دغې ورځپاڼې سره په مرکه کښې وويل: متحده امارات د تندلارو ځواکونو د جذبېدو او منظم کېدو په ځاے بدل شوے دے او د دې دوام به د اماراتو حالت د ترکيې له برخليک سره مخامخ کړي.

شېخ سلطان بن محمد وويل: متحده امارات د تندلارو ځواکونو د بهرتي کولو او منظم کولو په ځاے بدل شوے دے.

د “الخليج امارات” ورځپاڼې د رپوټ له مخې د شارجې د امير مرستيال او نمائنده شيخ سلطان بن محمد بن سلطان القاسمي له دغې ورځپاڼې سره په مرکه کښې وويل: متحده امارات د تندلارو ځواکونو د جذبېدو او منظم کېدو په ځاے بدل شوے دے او د دې دوام به د اماراتو حالت د ترکيې له برخليک سره مخامخ کړي.

هغۀ وويل: مونږ داسې اطلاعات په اختيار کښې لروو چې د پاکستان د امنيتي سروس مشر احمد پاشا د محمد بن زېد لخوا له يمن، لېبيا،عراق او سوريې څخه د ځواکونو د بهرتي کولو لپاره ګمارلے شوے دے.

دغه ځواکونه د فوځي ټرېننګ په خاطر په اماراتو کښې له بهرتي کېدو او منظم کېدو وروسته سعودي  ته لېږل کيږي چې د دغې دورې له تېرولو وروسته د يمن، لېبيا، عراق او سوريې په شان هېوادونو ته ولېږل شي.

شېخ سلطان په دوام کښې يادونه وکړه: دغه ټول اقدامات د سعودي او اماراتو ترمېنځ له موافقې وروسته شوي دي او امارات يو ډول د سعودي په ښکېلاک مېنه بدل شوے دے، او  زما له نظره محمد بن زائد په دقيقه توګه د تندلارو ځواکونو په بهرتي کولو او سوريې ته د هغوي په لېږلو کښې هم هغه شان د اردوغان د غلطۍ مرتکب کيږي.

اروغان فکر کوۀ چې په دې اقداماتو سره په عراق باندې مسلط کېدې شي خو مونږ وينو چې ترکيه په دې ورځو کښې له امنيتي بحران سره مخامخ شوے او اقتصاد يې له جدي خطر سره مخامخ دي.

هغه څرګنده کړه: په آخر کښې يو ځل بيا تاکيد کوم چې د محمد بن زائد د دغه نه سنجول شوي سياست او چلند دوام به امارات له تباهۍ سره مخامخ کړي او له نوموړو هېوادونو څخه د تند لارو ځواکونو د بهرتي کولو او لېږلو لپاره په يوې اډې باندې به يې بدل کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *