د کليو او پرمختيا، حج او اوقافو، اطلاعاتو او کلتور، لورو زدکرو او پوهني وزيران د ملي شورا استماعيه غوندې ته وربلل شوي وو

د کليو او پرمختيا، حج او اوقافو، اطلاعاتو او کلتور، لورو زدکرو  او پوهني وزيران د ملي شورا استماعيه غوندې ته وربلل شوي وو

د حج او اوقافو وزارت ويلي، په راتلونکي کال کي به ديرش زره حاجيان حج ته واستوي او د پوهني وزارت په راتلونکي کال کي ښونخيو ته د يو ميليونه ماشومانو لپاره د لاري د هوارولو ژمنه کړې ده

د پوهني وزارت مرستيال ويلي په روان کال کي دوه سوه اوه څلويښت زره  درې سوه يو اتيا کسان له ښونځيو فارغيږي. ددوی په وينا، د ښونکيو له روزنيزو مرکزونو څخه به هم ديرش زره ښونکي د فراغت سندونه تر لاسه کړي او تر اوسه يو اويا زره ښونکيو د ظرفيت د لوړوالي په برخه کي زدکړې تر لاسه کړې دي

له دي سره دوی زياته کړې، د پوهنې وزارت عادي بودیجه یو دیرش اعشاریه شپږ میلیارده افغانۍ وه چې نهه نوي سلنه یې لګول شوې ده، پرمختیایي بودیجه یې دوه سوه پنځه څلویښت میلیونه افغانۍ وه چې څلویښت سلنه یې لګول شوې ده.

د لوړو زدکړو وزارت هم د کانکور په آزموینه کې له بدلونونو خبر ورکړی ویلي یې دي، ددې وزارت له څلور اعشاریه درې اتیا میلیارده افغانیو عادي بودیجې څخه نهه نوي سلنه او پرمختیایي دوه پنځوس اعشاریه څلور څلویښت پرمختیایي بودیجې درې اویا سلنه  لګول شوې ده

د کلیو او پرمختیا وزارت هم ویلي، د دوه سوه یو شپیته میلیونه پرمختیایي بودیجې اته اتیا سلنه یې لګولې ده.

د حج او اوقافو، ښځو چارو، اطلاعاتو او کلتور وزارت چاراکیو هم د بودیجې د لګښت په هکله مالومات وړاندې کړې دي. د حج او اوقافو وزیر ویلي، ټاکل شوې په راتلونکې کال کې دیرش زره کسان حج ته واستول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *